ته چه ماته وایی چه په څه کوې ژړا
نه درمعلومیږې دغه خپل جور و جفا
ته چه جور و جفا کړې زه ژړه کوم دلبر
ستا که دغه نه وی دا به هم نه وه ځما
دا خصلت چه ستا دې که هم تل په دغه شان وی
نه رامعلومېږی د درد مند د زړا دوا
یو د ستا مانړې شه بل غرونه د رقېبانو
وار په وار م وژنېې کله هغه او کله دا
هرچه عاشقې کو که قطع افلاطون وې
زه خوئ مجنون ګنړم که نن وی که صبا
سپې هم په عذاب د جدائ د وژلو نه دې
زه خو ګند ستا د کوڅې سپې شوم په وېنا
هیڅ ئی په کار نه دی رحمان تا غواړی دلبر
دا ځما رضا ده باقی هر چه ستا رضا
رحمان بابا