Showing posts with label رحمان بابا. Show all posts
Showing posts with label رحمان بابا. Show all posts

Saturday, 6 January 2018

ګوره هسی کردګار دې رب زما

پشتو حمد بر رب کائنات

ګوره هسی کردګار دې رب زما
چه صاحب د کل اختیار دې رب زما
همګې بزرګواران چه څوک ئې واېې
تر همه ؤ برګوار دی رب زما
نه ئې هېڅ حاجت په چاباند موقوف دی
نه د هېچا منت بار دې رب زما
له نېستئ ئ د هستئ صورت پیدا کړ
هسی رنګ پروردګار دې رب زما

رحمان بابا

کہ صورت د محمد نہ پیدا

 پشتو نعت رسولﷺ

کہ صورت د محمدﷺ نہ پیدا 
پیدا کړی به خدئ نه وه دا دنیا
کل جهان د محمدﷺ روی پېدا شه
محمدﷺ دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمدﷺ باند تمام شه
نشته پس له محمدﷺ انبیا
نور هاله د محمدﷺ وه په جهان کښ
چه بوې نه وه د آدمؑ او د حوا
په صورت که آخرین دی پېدا شوې
په معنې کښ اولین دی له هر چا
زه رحمان د محمدﷺ د در خاکروب ېم
که م خداې نه کا له دی در جدا

رحمان بابا

دھجران لہ ډیر غم ولې نه مرم

دھجران لہ ډیر غم ولې نه مرم
له دی هسی رنګ ماتم ولی نه مرم
چه یو یارله بل یار جدا کیږی
ددی دهر له ستم ولی نه مرم
چه په هرسحرځما په ژړا خاندی
له دې هسی صبحدم ولی نه مرم
یار چه یار په سترګو نه وېنی خو مرګ دی
ترو زه بې له خپل صنم ولې نه مرم
چه د مرګ خوارې په خوا لری رحمانؔ
لا پخوا تر دغه دم ولی نه مرم

رحمان بابا

ستا لہ غم م پہ سر کښ هسې شور دې

ستا لہ غم م پہ سر کښ هسې شور دې
ګویا میشت م په سر ښهر دلاهور دی
که رحمان په عاشقئ ملامت کیږم
ما په سترګو قبول کړی دا پیغور دې

رحمان بابا

زما زړه ګوره چا ېوړو

زما زړه ګوره چا ېوړو
په دوه زلفو لېلا ېوړو
دا د زلفو بلا نه وه
بې بلا محبوبا ېوړو
د دنیا په مخ ې مخ کړو
مخ ې مخ د دنیا ېوړو
دا کتاب زما د سترګو
سېلابو په ژړه یوړو

رحمان بابا

اوردیلی می نومونه هم څلور دی

اوردیلی می نومونه هم څلور دی
نازل شوی کتابونه هم څلور دې
د څلورو فرشتو په لاس نظام دی
امامان د مسلکونو هم څلور دی
په څلورو بازګانو دې سفر دی
جنازه کښ تکبیرونه هم څلور دی
رحمان وائ د څلورو ملګرتیا کړه
ستا د قبر دېوالونه هم څلور دې

رحمان بابا

ته چه ماته وایی چه په څه کوې ژړا

ته چه ماته وایی چه په څه کوې ژړا
نه درمعلومیږې دغه خپل جور و جفا
ته چه جور و جفا کړې زه ژړه کوم دلبر
ستا که دغه نه وی دا به هم نه وه ځما
دا خصلت چه ستا دې که هم تل په دغه شان وی
نه رامعلومېږی د درد مند د زړا دوا
یو د ستا مانړې شه بل غرونه د رقېبانو
وار په وار م وژنېې کله هغه او کله دا
هرچه عاشقې کو که قطع افلاطون وې
زه خوئ مجنون ګنړم که نن وی که صبا
سپې هم په عذاب د جدائ د وژلو نه دې
زه خو ګند ستا د کوڅې سپې شوم په وېنا
هیڅ ئی په کار نه دی رحمان تا غواړی دلبر
دا ځما رضا ده باقی هر چه ستا رضا

رحمان بابا

باشاهانوکہ قصرونہ کړل آباد

باشاهانوکہ قصرونہ کړل آباد
ما د عشق عمارتونہ کړل بنیاد
نوم د کوم یوه بادشاه ہسی یادیږی
لکہ نوم دې د مجنون او د فرہاد
لکہ سورې چہ د نمر پہ مخ کښ ګرزی
نه استوږنہ چرتہ کاند نہ استاد
زه رحمان د زمانې لہ جور درومم
خپل صاحب لره پہ داد و پہ فریاد

رحمان بابا

زه د يار نشہ كی مست خمار خمار يم

زه د يار نشہ كی مست خمار خمار يم 
د ديدن پہ تمہ پروت يمہ بيمار يم 
ڈير سپرلی او بهارونہ رانہ تير شو
خبر نہ يم چی د كم گل انتظار يم
د مفلس پہ نوم ياديگم پہ جہان كی
زه رحمانؔ پہ  غريبی كی ڈير مالدار يم

رحمان بابا

پہ راحت کی خو بہ ھر سڑے دی یار شی

پہ راحت کی خو بہ ھر سڑے دی یار شی
یار ھغہ دے چہ پہ سختہ کی پکار شی
ٹول خپلوان ترینہ تاویگی چہ امیر وی
چہ غریب شی ھر سڑے ترینہ بیزار شی
نو حقیقی مینہ ھغہ دہ اے رحمانہ
 چہ مزار سرہ دی جوڑ مزار د یار شی

رحمان بابا