Wednesday, 10 January 2018

څوک په يو ګوټ څوک په يو جام کې ورک شي

پشتو شاعری

څوک په يو ګوټ څوک په يو جام کې ورک شي
څوک مازديګر څوک په ماښام کــې ورک شــــي
خپــــل او پـــردي چـــي پيژنـــد لای نــه شـــي
بې حســه ســر ،تــل پـــه ابــهـام کــې ورک شي

نسيــم پـه نــاز پـرخــــه پـــه ګلــــــو شيــــندي
بـــهار د ګلــــو احتـــــرام کـــــې ورک شـــــــي
کــرکــه او ميـــنه ســـره جـوخــــت پـراتــه دي
څـــوک د جنــت سـره يـــو ګام کـې ورک شــي
چـــا د خيــــــام د لاســــه خـــم نـــوش کــــړى
څوک يـې يو مسـت غونـدى کلام کې ورک شي
خپــلواکــه ســر دى ورنـــه ځـــار کــړه شيـــره
څـوک پــه منتر څـوک پــه لــګام کې ورک شي

شېر جان