پشتو نعت رسولﷺ
کہ صورت د محمدﷺ نہ پیدا
پیدا کړی به خدئ نه وه دا دنیا
کل جهان د محمدﷺ روی پېدا شه
محمدﷺ دی د تمام جهان ابا
نبوت په محمدﷺ باند تمام شه
نشته پس له محمدﷺ انبیا
نور هاله د محمدﷺ وه په جهان کښ
چه بوې نه وه د آدمؑ او د حوا
په صورت که آخرین دی پېدا شوې
په معنې کښ اولین دی له هر چا
زه رحمان د محمدﷺ د در خاکروب ېم
که م خداې نه کا له دی در جدا
رحمان بابا