Saturday, 6 January 2018

دھجران لہ ډیر غم ولې نه مرم

دھجران لہ ډیر غم ولې نه مرم
له دی هسی رنګ ماتم ولی نه مرم
چه یو یارله بل یار جدا کیږی
ددی دهر له ستم ولی نه مرم
چه په هرسحرځما په ژړا خاندی
له دې هسی صبحدم ولی نه مرم
یار چه یار په سترګو نه وېنی خو مرګ دی
ترو زه بې له خپل صنم ولې نه مرم
چه د مرګ خوارې په خوا لری رحمانؔ
لا پخوا تر دغه دم ولی نه مرم

رحمان بابا